راځی چی دخپل ځان او له نورو لپاره هم زیار وباسو!
هر دری میاشتی یا کال وروسته غواړم د ځان لپاره څه وکړم خو څو ورځی لا نه وی تیری چی بیا رانه پاته وی. دمثال په ډول که غواړم جیم ته ولاوه شمه او یا د قدم وهلو وډ وکړم. څو ورځی یا اونی لا تیری شوی نه وی او بیا را نه پاته وی.دا ۲۰۱۲ عیسوی کال- غواړم د ځان لپاره هم هغه څه وکړم چی له هغی پرته نشم کولای د ځان او یا نورو په ګټه واوسم.
تر هرڅه لومړی باید خپل ځان ته پاملرنه وکړو داځکه چی که موږ سالم بدن ونلرو هیڅ بل کار نشوکولای یعنی نه دځان او نه هم د جهان لپاره.
نو له همدی کبله٬ راځی چی تصمیم ونیسو او ځان ته پاملرنه وکړو.
که غواړو د ژوند څخه خوند او ګټه واخلو د ورځنی بدنی روزنی لپاره هم باید پلان جوړکړو او عملی یی هم کړو. ددی کار په کولو سره کولای زموږ بدن چی پوستکی، غوښی او هډوکی دی٬ په سالمه او دوامداره توګه خپلی ورځنی چاری سرته ورسوی. او د ورځنیو چارو سرته رسول زموږ سره د فکر په فعاله ساتلوکی مرسته کوی . لکه چی وایی: سلیم عقل په سالم بدن کی وی.
خو کله چی سالم بدن و نلرو، د فزیکی کار توان ونلرو او همیشه د ځان او نورو د اوږو بار واوسو٬ نو دا هرومرو د انسان پر عقل او فکر بده اغیزه لری.
همداشان٬ کله کله داسی کیږی ی چی دبل چا لپاره ډیر کارونه کولای شو او بیا د هغه په بدل کی داسی چلند راسره کیږی چی هغه متل را یادیږی چی وایی: ښه مه کوه چی بد ونه وینی.
په دی صورت کی هم٬ دا کار پر مغزونو او هم په نتیجه کی پر بدن او ورځنیو چارو منفی اغیزه کوی او غیر له پښیمانی څه لاسته نه راولو. خپل ځان ته پاملرنه وکړو٬ ّهغه هډوکی چی په خوب کی دی دمنظمی بدنی روزنی په اثر یی فعاله کړو او مثبته ګټه ورڅخه واخلو.
نو راځی چی داسی هم و نکړو چی د ځان په ګټه نوروته زیان ورسوؤ او داسی هم نه چی د ځان په تاوان نوروته ګټه ورسوؤ٬ ځکه دا هم د انسانیته لیری خبره ده او هم غیرعادالانه او غیر منطفی عمل بلل کیدای شی.
No comments:
Post a Comment